سلامتي كونسل غړو هېوادونو تركيې څخه په سوريه كښې د پوځي كاروائي بندولو غوښتنه كړی

نيويارك 11 اکتوبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړو هېوادونو د تركيې څخه غوښتنه كړې چې په سمدستي توګه په سوريه كښې د كرد ځواك په ضد روانه كاروائي بنده كړي۔د سلامتي كونسل دوه مستقل غړو فرانس او برتانيې او درې غېر مستقل غړو المان بېلجيئم او پولينډ د زيارت په ورځ د يوې غونډې نه پس شريك بيان جاري كړې چې پكښې هغوي وئېلي چې مونل د سوريې شمالي ختيزو سيمو كښې د تركيې ځواك په كاروائۍ تشويش لرو۔دوي د تركيې څخه غوښتنه كړې چې د سوريې جمهوري ځواك په ضد يو اړخيزه پوځي كاروائي په سمدستي توګه بند كړي