سعودي عربستان ٬ د عمره زائرينو بس ټرېلر سره د ټكر كېدو پېښه ٬ 35 كسان مړه

مدینه منورہ۔ 17اکتوبر (اے پی پی) مکې مكرمې څخه مدينې منورې ته په تلونكې ستره لاره هجره د عمره زائرينو بس ټرېلر سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 35 مسافر مړه او 4 نور ژوبل شوي دي۔ د مدينې منورې پوليس وياند ميډيا سره خبرو كښې ووئيل تېره شپه د عمره زائرينو بس او ټرېلر ترمينځھ د ټكر پېښې سره سمدستي بس اور واخست چې په نتيجه كښې ئې 35 مسافر مړه او 4 نور ژوبل شول۔ د سور صليب او روغتيا څانګې ډلو د حق رسېدليو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولي دي۔ په حق رسېدليو كسانو كښې د زياتره تعلق آسيا سره دې۔ بلخوا د حق رسېدليو او ژوبل شويو شناخت تر دې دمه ښودلې شوې نه دې۔