د چین امریكې اقتصادی او تجارتی خبري (سبا) واشنګټن كښې پيل كېږي

بیجنګ 08 اكتوبر (اے پی پی) د چین او امریكې ترمينځه اقتصادی او تجارتی چارو په اړه دوه ورځنۍ خبرې به (سبا) په 10 اكتوبر واشنګټن كښې پيل كېږي، خبرو اترو كښې د چين پلاوي مشري به دوهم وزير اعظم او حكمران كیمونسټ ګوند سنټرل كمېټۍ پولیټیكل بیورو غړې لیو كوي، د دې خبرو اترو بلنه د امریكې چارواكو د اړخه وركړې شوي ۔ د چین پلاوي په نورو كسانو كښې د تجارت وزیر زونګ شان، پیپلز بینك آف چائنه ګورنر یی ګینګ، نېشنل ډویلپمنټ اینډ ریفارمز كمېشن وائس چیئرمېن ننګ جیزے، سنټرل كمېشن دوهم ډائریكټر او د خزانې دوهم وزير لیاؤ من، دوهم خارجه وزير زینګ زیګوانګ، د صنعت او انفارمېشن ټیكنالوجی دوهم وزير وانګ زی جون، سنټرل ایګریكلچرل ورك لیډنګ ډلې دوهم ډائریكټر او د كركيلې دوهم وزير هان جن او چائنا انټرنیشنل ټریډ دوهم نمائنده وانګ شون شامل دي۔ د امریكې پلاوي مشري به د تجارت خاص استازې رابرټ لائټ هیسر او د خزانې وزير سټیون منوچن كوي۔