د وزيراعظم عمران خان د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات ٬ د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د منطقې په اړه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

بیجنګ ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د شورؤ په ورځ د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كړے او ده سره ئې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د منطقې په حقله د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔ ملاقات كښې وزیراعظم عمران خان د كشمير په مسئله د اصولي دريځ په خپلولو د چين اولس مشر او د هغه د حكومت مننه وكړه۔ ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د چين د خارجه وزير وانګ ژي د دريځ په خاص توګه ذكر هم وكړو۔ وزیراعظم ووئيل چين په سختو حالاتو كښې ټول عمري د پاكستان مرسته كړې ۔ ده د چين اولس مشر د هېواد موجوده اقتصادي صورتحال څخه خبرولو كښې ووئيل پاكستان د سختو اقتصادي حالاتو څخه تېر شوې۔ ده ووئيل په دې لړ كښې مونږ د چين مالياتي مرسته هېرولې نه شو۔ وزيراعظم د سي پېك فرېم ورك ترسېوري لاندې د چين لخوا په مرسته كولو مننه وكړه۔ وزیراعظم عمران خان د چین اولس مشر شي جن پنګ ته د عوامي جمهوريه چين په 70 مه كالېزه مباركي وركړه۔ وزيراعظم په تود هركلي كولو د اولس مشر شي جن پنګ مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال د چين اولس مشر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د چين پاكستان په دوه اړخيزه اړيكو د وزيراعظم عمران خان خطاب وستائلو۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د ملګرتيا نزدې اړيكې لري او بېلو څانګو كښې د يو بل مرسته كوي۔ د دې نه وړاندې د وزيراعظم او د هغه د پلاوي د چين اولس مشر شي جن پنګ تود هركلې وكړو ۔ دې نه وړاندې وزیراعظم عمران خان د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سره هم ملاقات وكړو۔ په دې موقع د چين وزيراعظم ته د چين په 70 مه قامي ورځ مباركي وركولو سره ده ووئيل د پاکستان او چین ترمينځھ په تزويراتي مرسته اډانه هماكارۍ سره د دواړو هېوادونو او اولس د بنيادي ګټې حفاظت او منطقه كښې پرمختګ او استحكام سره د امن او سلامتيا ودې له مرسته ترلاسه شوې ده۔ وزیراعظم ووئيل د سي پېك منصوبو په تندۍ سره ترسره كول زما د حكومت اولنې ترجيح ده ولې چې دا منصوبه پاكستان د اقتصادي پرمختګ او سيمه ايزې خوشحالۍ رفتار تندولو له ډېره مهمه ده۔ ده وزيراعظم لي كي چيانګ د سي پېك په منصوبو د پېشرفت او ګوادر كښې د پرمختګ لپاره د پورته كړو ګامونو څخه خبر كړو۔ د چين وزيراعظم د بنيادي قامي ګټی په لړ كښې پاكستان له د چين د ملاتړ كولو پخلې وكړو۔ ده سی پېک منصوبې مخ په وړاندې بوتللو له په پورته كړو ګامونو د وزيراعظم عمران خان مننه كولو سره ووئيل د سي پېك دوهم پړاؤ به د پاكستان اقتصادي پرمختګ مضبوطولو او لا ښه كولو له مرستياله وګرځي او پاكستان كښې به د چين سرمايه كارۍ زياتولو لاره هواره شي۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه تجارت او چين لپاره د پاكستان برآمدات په زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړه لارښود دې ته صلا شول چې د چين پاكستان آزاد تجارت په دوهم پړاؤ عملدرآمد سره به تجارتي ٬ اقتصادي او د سرمايه كارۍ په اړه مرستې ته وده ترلاسه شي۔ په دې مهال رېلوے، سټیل ، تېل ٬ ګېس، صنعت او سائنس او د ټېکنالوجۍ په شمول بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو هم صلا راغله۔ ملاقات كښې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د اندښنې وړ صورتحال په شمول د سيمه ايزې سلامتيا په چارو هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم خپل همڅنګ د لاك ډاؤن لامله مقبوضه كشمير كښې اولس ته د پېښو ستونزو هوارولو له د نړيوالې وررولۍ لخوا د ګامونو اهميت او روان پېشرفت څخه خبر كړو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځھ سماجي او اقتصادي پرمختګ له اړيكو ته ودې وركولو له بېلې لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه لاس ليك شول۔ وزیر اعظم عمران خان خپل همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔ د دواړو وزيراعظمانو ملاقات څخه وروستو د پاكستان او چين ترمينځھ د پلاويو په كچه هم ملاقاتونه وشول۔ د پاکستاني پلاوي مشري وزیراعظم عمران خان او د چين پلاوي مشري د چين وزيراعظم وكړه۔ دوه اړخيزه خبرو اترو څخه وروستو د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د وزيراعظم عمران خان په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستياﺀ هم وركړه