د وزيراعظم عمران خان د اېران دوره به په خليجي منطقه كښې د امن او سلامتيا سبب وګرځي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د اېران دوره به په خليجي منطقه كښې د امن او سلامتيا سبب وګرځي٬ وزيراعظم عمران خان په ټوله نړۍ كښې د نوي٬ عزم لرونكي٬ باوقار او روښانه پاكستان څېره معرفي كوي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې په ملګرو ملتونو كښې د وزيراعظم عمران خان وېنا د يو نړيوال مدبر اسلامي لارښود وېنا وه چرته چې ده په سپينو ټكو كښې د پوره اسلامي امت ترجماني كړې۔