د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان خبري كنفرنس ته وېنا

سيالكوټ 20 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د هندي پوځ لخوا د كنټرول لائن خلاف ورزې د غندنې وړ دي٬ پاك پوځ د هر ډول جارحيت د پوخ ځواب وركولو صلاحيت لري٬ پاكستان د عمران خان په مشرې كښې په هر محاذ د كاميابې په پلو روان دے٬ چين د پاكستان په اقتصادي زونز كښې د 5 اربه ډالرو د سرمايه كارې كولو پرېكړه كړې٬ د كرتارپور لار د نومبر په 9 نېټه پرانيزو چې ورسره به د ټولې نړۍ څخه سكھـ كميونټي پاكستان ته راشي۔ د اتوار په ورځ په سيالكوټ كښې خبري كنفرنس ته وېنا كولو په مهال هغې ووئيل چې يو خوا هندي پوځ په اشعال ګرې كښې بوخت دے او په مقبوضه كشمير كښې د تېرو 78 ورځو نه كرفيو ده او بل خوا يو سياسي ټولګې د پاكستان د استحكام په لار كښې خنډ جوړېږي او د اكتوبر په 27مه نېټه ئې د خپل سياسي دكان چلولو پرېكړه كړې په كومه ورځ به چې ټول پاكستان او كشميرې قوم د هند د عاصبانه قبضې په ضد توره ورځ لمانځي۔ هغې ووئيل چې پاك پوځ د نړۍ تر ټولو غوره پوځ دے كوم چې د هندي پوځ د اشعال ګرې پوخ ځواب وركړے او هندي پوځ ئې په سپين بېرغ هسكولو مجبوره كړے۔ پاكستان وړاندې هم د هندي پوځي الوتكه راغوځولو سره ثابته كړې۔ هغې ووئيل چې د هندي پوځ لخوا د كنټرول لائن خلاف ورزې د غندنې وړ دي٬ پاك پوځ د هر ډول جارحيت د پوخ ځواب وركولو صلاحيت لري۔ هغې ووئيل چې پاكستان د عمران خان په مشرې كښې په هر محاذ د كاميابې په پلو روان دے٬ چين د پاكستان په اقتصادي زونز كښې د 5 اربه ډالرو د سرمايه كارې كولو پرېكړه كړې٬ د كرتارپور لار د نومبر په 9 نېټه پرانيزو چې ورسره به د ټولې نړۍ څخه سكھـ كميونټي پاكستان ته راشي۔