د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په ګورنر هاؤس كښې سينئر خبريالانو سره خبرې

لاهور 12 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې وزيراعظم د هېواد ستونزې حل كوي٬ كه په قومي مفاد كښې خبره كېږي نو اپوزيشن سره به خبرې كوو٬ كه په ذاتي مفاد كښې اپوزيشن ريليف غواړي نو دا ممكنه نه ده٬ د مولانا فضل الرحمان مسئله اسلام يا جمهوريت نه ده٬ مونږ به كومه اثاثه نه خرڅوو٬ په خساره چلېدونكو ادارو لپاره د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ پاليسي راوړو۔ د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس كښې سينئر خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې زمونږ حكومت د چا نه سياسي انتقام نه اخلي٬ د نواز شريف پرېكړه سترې محكمې او د احتساب عدالت كړې۔ د آصف علي زرداري د جعلي اكاؤنټونو كېسونه مونږ نه دي جوړ كړي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم د هېواد ستونزې حل كوي٬ كه په قومي مفاد كښې خبره كېږي نو اپوزيشن سره به خبرې كوو٬ كه په ذاتي مفاد كښې اپوزيشن ريليف غواړي نو دا ممكنه نه ده٬ د مولانا فضل الرحمان مسئله اسلام يا جمهوريت نه ده٬ مونږ به كومه اثاثه نه خرڅوو٬ په خساره چلېدونكو ادارو لپاره د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ پاليسي راوړو۔