د هند دوهم هائي كشمنر خارجه دفتر ته طلب كړے شو

سيالكوټ 20 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان د كنټرول لائن په بېلا بېلو سيمو د هند د قابض پوځ د بلااشتعال ډزو سخته غندنه كړې او د هند دوهم هائي كمشنر ئې خارجه دفتر ته طلب كړے۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې د اكتوبر په 19 او 20مه نېټه هندي وسله والو ځواكونو په جورا٬ شاه كوټ او نوسېري سيمو كښې بلا اشتعال ډزې كړې دي چې پكښې بې ګناه وګړي مړه شوي دي او د مېرمنو او ماشومانو پشمول 6 كسان سخت ژوبل شوي هم دي۔ د خارجه دفتر له مخې هندي پوځ دا لړې د كال 2017م نه روانه ساتلې او تر اوسه ئۍ 1970 خلاف ورزې كړې دي۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان په كټرول لائن د نام نهاد پټنځايو په نښه كولو د هندي مېډيا راپورونه ردوي۔ هند دې د دې ثبوت وركړي۔ ده ووئيل چې هند دې مقصد لپاره بې ګناه وكړي په نښه كوي چې دغسې د مقبوضه جمو او كشمير صورتحال نه د نړۍ پام بل پلو وګرځوي۔