د هند او سوئيلي افريقا كركټ لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې ټېسټ مېچ سبا پېل كېږي٬ هند ته د مېلمه لوبډلې په ضد د 2-0 پرېكنده بريا ترلاسه ده

رانچی ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) د هند او سوئيلي افريقا كركټ لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې ټېسټ سبا د خالي ورځې څخه رانچي كښې پېل كېږي ٬ هند ته د مېلمه لوبډلې په ضد د 2-0 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ هندي لوبډلې په اولني ټېسټ مېچ كښې سوئيلي افريقا ته 203 رنزونو او دوهم مېچ كښې اننګز او 137 رنز سره ماتې وركولو سره سيريز كښې تر دې دمه د 2-0 پرېكنده بريا ترلاسه كړې ده۔ د هندي لوبډلې سرمشر ویرات کوهلی وئيلي دي د مېلمه كركټ لوبډلې په ضد د دوه پرله پسې كاميابو څخه وروستو زمونږ حوصلې پورته دي او د سېريز په خپل نوم كولو باوجود به درېم او آخري مېچ آسان نه ګنو۔ ده ووئيل په درېم مېچ كښې هم پروټیز ته ماتې وركولو سره سيريز كښې به كلين سوئپ كوو۔ هندي لوبډله به د ويرات كوهلي او د سوئيلي افريقا لوبډله به د ډوپلېسي په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز 1-1 سره برابر پاتې شوې وو