د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش د كشمير ستونزه د مذاكراتو د لارې په حل كولو زور

ملګري ملتونه ۔ 5 اکتوبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش د كشمير ستونزه د مذاكراتو د لارې حل كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو صورتحال ښه كولو ته اړتيا ده۔ د ملګرو ملتونو وياند د مقبوضه وادۍ د اندېښنې وړ صورتحال حوالې سره د انتونيو ګوترېش لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي دي چې هندي ځواك دې وادۍ كښې كرفيو ختمولو سره د مواصلاتو نظام بحال كړي۔ ده ووئيل پاكستان او هند دې د كشمير مسئلې حل له مذاكرات وكړي۔ ده ووئيل د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو پالېسۍ كښې هېڅ بدلون راغلې نه دې او نړيواله اداره ددې شخړې سولييز حل غواړي