د مشر جوبائيډن زوي د چين كمپنۍ بورډ څخه استعفی وركړه

واشنګټن 14 اکتوبر (اے پی پی) د امريكا د پخواني دوهم اولس مشر جوبائیډن زوي هنټر بائیډن د يو چينائي مالياتي كمپنۍ انتظامي بورډ څخه د جلا كېدو اعلان كړې دې۔ د المان خپرونې ادارې لمخې د هنټر بائيډن دا پرېكړه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا راروانو ولسمشريزو ټاكنو كښې د ممكنه حريف جوبائيډن په ضد د شوي بيان بازۍ نتيجه ګرځولې شوې ده۔ هنټر بائیډن د خپلې استعفی اعلان په انټرنېټ كړی۔ بلخوا جو بائيډن اوهائيو كښې د ټاكنو كمپائن په مهال خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د چين كمپنۍ څخه د جلا كېدو په پرېكړه زما زوي ما سره كوم مشاورت كړې نه دې