د متحدہ عرب امارات ولی عهد د سعودی دوهم دفاع وزير سره وليدل، په شريكه پوځي مرسته او ،دفاعی چارو د خيالاتو څرګندونه

ابوظهبی 07 اکتوبر (اے پی پی) د متحدہ عرب امارات ولی عهد الشیخ محمد بن زاید آل نهیان د سعودی عرب دوهم د دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان سره په ابو ظهبی كښې ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال دواړه لارښودو په شركه پوځي مرسته او دفاعی چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو او په خاص توګه خلیجی سيمې ته په پېښو چیلنجونو او د هغې مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو په شريكه تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔