د قاسم خان سوري د سپريم كورټ لخوا د بلوچستان الېكشن ټربېونل پرېكړې په ضد د حكم امتناع په جاري كولو د مننې څرګندونه

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري د سپريم كورټ لخوا د بلوچستان الېكشن ټربېونل د حلقه 265 په ضد د حكم امتناع په جاري كولو د مننې څرګندونه كولو سره وئيلي دي سپریم کورټ تر ټولو اعلی عدالت دے كوم څخه به چې ماته انصاف ترلاسه شي او وړاندې چې سپريم كورټ كومه هم پرېكړه وكړي هغه به د حقائقو په رڼا كښې كوي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې دوهم سپيكر قاسم خان سوري د دې خيالاتو څرګندونه سپريم كورټ څخه بهر د ابلاغ ذريعو نمائندګانو سره وكړه۔ ده په دې مهال د وزيراعظم عمران خان مننه كولو سره ووئيل عمران خان ټول عمري په ما باور كړې او په هره موقع ئې زما لارښوونه او ډاډګيرنه كړې ۔ ده د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجرانی او د تحريك انصاف نورو لارښودو مننه وكړه كومو چې ده سره پرله پسې تماس نيولې او ده لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه كوله