د فلپائن په سوئيلي جزيره منډانائو كښې د 6.4 شدت زلزله، 4 كسان مړه

منېلا ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) د فلپائن په سوئيلي جزيره منډانائو كښې د 6.4 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې لامله ئې د 3 كوچنيانو په شمول 4 كسان مړه شوي دي۔ د ځائي چارواكو لمخې زلزله كښې د يو كور ويجاړ كېدو په نتيجه كښې دوه كوچنيان او د كمر نړېدو پېښه كښې يوه مېرمن او ددې 5 كلن زوئے مړ شوې۔ چارواكو ووئيل چې د منډانائو نورو مهمو ښارونو څخه تر دې دمه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه اطلاع ترلاسه شوې نه ده