د سی پیك پروژو كښې 70 زره پاكستانیانو ته روزګار ترلاسه شوے، د سی پیك اتھارټی چارواكي

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پی پی) د چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ ( سی پیك) منصوبې سره به پاكستان كښې معاشی استحكام راشي، د سی پیك پروژو كښې تر اوسه 70 زره پاكستانیانو ته روزګار ترلاسه شوے ٬ دغسې د چین وګړو شميره 10 زره ده، چین سيمه كښې معاشی سوكالي او رابطې غواړي او دې مقصد لپاره 6 اقتصادی راهدارۍ پيل شوي چې پكښې يوه سی پیك ده كومه چې د پاكستان او چین ترمينځه يو مهم اقدام دے۔ د سی پیك اتھارټی چارواكو له مخې د منصوبې ترمخه د 15 كلونو په مهال 2.3 ملیونه نوي ملازمتونه راپيدا كيدو له به مرسته تر لاسه شي۔ د افرادی قوت تربیې ، فنی او پیشه وره تعلیم لپاره پاكستان ته د چین څخه مرستې ترلاسه كيدو ته اړټيا ده دغسې چې ځوانان هنرمنده جوړولو سره د سی پیك ترمخه د افرادی قوت پورا كولو سره سره د بې روزګارۍ كچه هم كمه كړې شي۔