د داعش د جنګيالو د تېښتې ذمه وار تركيه ده۔ آسټرېليا

کېنبرا 14 اکتوبر (اے پی پی) د آسټرېلیا خارجه وزير مارېزے پیئن وئيلي دي چې په قطبي سوروي سيمه كښې د داعش د بنديوانو جنګيالو د تېښتې ذمه واري په تركيه راځي۔ آسټرېلوی خارجه وزير دا خبره خپل هغه بيان كښې كړې كوم چې هغه د پارلېمنټ په ايوان بالا كښې د داعش جنګيالو او د دوئي د كورنيو تېښتې څخه وروستو په رامخې ته شوې وضعه د بحث په مهال وركړې۔ آسټرېلوي اپوزيشن د امريكائي عسكرو قطبي سوريه څخه وروستو كېدل هم ددې وضعې رامخې ته كېدو كښې شريك ګرځولې دي ولې بياهم خارجه وزير د جنګيالي بنديوانو د تېښتې ټوله ذمه واري په ترك پوځ او ددې په اتحادي مليشيا اچولې ده۔