د اېران خارجه وزير د تركيې خارجه وزير سره د سوريې په صورتحال خبرې وكړې

تهران 20 اکتوبر (اے پي پي) د اېران خارجه وزير جواد ظريف د تركيې خارجه وزير چاؤش اوغلو سره په ټيليفون د سوريې په صورتحال خبرې كړې دي۔ د خبر له مخې د اېران خارجه وزير د تركيې خارجه وزير ته ټيليفون وكړو او هغه سره ئې د شمالي سوريې په تازه حالاتو خبرې وكړې۔ د اېران خارجه وزير سيمه ايزو هېوادونو سره د صلاح او مشورې لړې روانه ساتلې ده او په دې لړ كښې ئې د تركيې خارجه وزير سره خبرې وكړې۔