د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د كشمير يو والي ورځې په لړ كښې ډي چوك څخه تر ايوان صدر لاريون

APP20-11 ISLAMABAD: October 11 – President Dr. Arif Alvi along with parliamentarians forming human chain at D Chowk to express solidarity with Kashmiris in Occupied Kashmir. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كشمير يو والي ورځې په لړ كښې ډي چوك څخه تر ايوان صدر ويستلي شوي لاريون مشري وكړه ۔ د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو په ګډه د انساني لاسونو زنځير جوړ كړو۔ په دې موقع وړومبۍ مېرمن ثمينه علوي هم مېرمنو سره لاسونو كښې لاس اچولو سره انساني زنځير جوړ كړو۔ لاريون كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬ پھ سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز او د پاكستان تحريك انصاف اسلام آباد صدر فريد الرحمان پشمول مهم شخصيات موجود وو۔ دغسې وكيلانو٬زده كونكو او د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لاريون كښې ګډون وكړو۔(ګ ل