د امريكې په شكاګو ښار كښې د وسله وال په ډزو كښې 4 كسان وژل شوي دي

شكاګو13 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې په شكاګو ښار كښې د وسله وال په ډزو كښې 4 كسان وژل شوي دي۔ د پوليسو له مخې يو وسله وال تن په خپل اپارټمنټ كښې اوسېدونكي خپل څلور ګاونډيان وژلي دي۔ د پوليسو له مخې تورن نيول شوے۔ د پېښې نه پس د شكاګو ښاروال په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي چې هغه به هڅې روانې وساتي چې ذهني ستونزو سره مخ خلق د وسلې نه لرې وساتل شي۔