د اسرائيل پوليس يو وارې بيا سره د څپليو مسجد اقصی ته ننوتل

مقبوضه بیت المقدس 07 اکتوبر (اے پی پی)د اسرائیل پولیس چارواكي يو وارې بيا د مسجد اقصیٰ باب الرحمه ٬ كومه چې د عبادت سيمه ده ٬ ته سره د څپليو ننوتې دي ۔ د فلسطين د اطلاعات مركز ترمخه په سوشل ميډيل وائرل شوې يوه ويډيو كښې دا ليدلې شي چې اسرائیلی پولیس چارواكې د عبادت سيمې او د دې د قالينونو بې حرمتي كړې۔ د فلسطینی اوقاف لارښودو او د سوشل ميډيا صارفينو د اسرائيلي پوليس د دې عمل سخته غندنه كړې ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسرائيلي پوليس چارواكو د مسجد د دغې سيمې څو وارې بې حرمتي كړې او د مسجد دننه څخه ئې فرنيچر هم ضبط كړې دې