دويم انټرنېشنل ډیجیټل اکانومی ایکسپو 11م اکتوبر څخه چین كښې كېږي

بیجنګ 09 اکتوبر (اے پي پي) دويم انټرنېشنل ډیجیټل اکانومی ایکسپو 11 اکتوبر څخه د چین شیجیا ژاؤانګ ښار كښې كېږي۔د چین د صنعت او اطلاعاتی ټیکنالوجی وزارت د سيوري لاندې په قامی كچه ډیجیټل معیشت ته ودې وركولو لپاره كيدونكې ایکسپو كښې به د 500 څخه د زياتو ادارو نمائندګان د چین په ډیجیټل معیشت رڼا اچوي۔ ایکسپو په مهال به د مرستې په ځينو لوظنامو لاس ليك كېږي، 2018 ء په مهال د چین ډیجیټل معیشت 31.3 ټریلین یوآن ؤ