حزب الله د لبناني حكومت د استعفٰي ملاتړ نه كوي۔ حسن نصرالله

بېروت 20 اکتوبر (اے پي پي) د لبنان د حزب الله ډلې عمومي سېكتر حسن نصرالله وئيلي دي چې حزب الله د لبناني حكومت د استعفٰي ملاتړ نه كوي بلكې د اوسني حكومت د يوې نوې اېجنډې او نوې جذبې سره ملاتړ كوي۔ په خپله يوه وېنا كښې ده ووئيل چې څوك هم د خپلو ذمه وارو نه تښتي بايد د هغه احتساب وكړے شي او په خاص توګه د هغو خلقو د كومو چې په تېرو حكومتونو كښې هم كردار پاتې شوے٬ د لبنان اولس دې د دوي احتساب وكړي۔