جاپان كښې د سمندري طوفان له امله د مړو شمېره 39 ته ورسيده

ټوكيو 14 اكتوبر (اے پي پي)د جاپان په پايه تخت كښې د تاريخ تر ټولو خطرناك سمندري طوفان هيګي بيس په نتيجه كښې په بېلو پیښو كښې د مړو شويو كسانو شمېره 39 ته رسېدلې دغسې 189 كسان ژوبل او بې دركه شوي۔د سمندري طوفان له امله د سختو بارانونو نه پس د ټوكيو پشمول ګڼ شمېر سيمې سلابي صورتحال سره مخ شوي٬ځپليو شويو سيمو كښې د وګړو رېسكيو كولو عمل روان دې۔تېره ورځ ټوكيو سره ټكر شوي طوفان د هېواد ختيزه برخه كښې سخته تباهي خپره كړی۔د سختو بارانونو نه پس د ټوكيو او فوكوشيما پشمول ځينې سيمې ډوبې شوي٬په دريابونو كښې د اوبه كچه پورته شوې۔ځپليو شويو سيمو كښې ګير شويو خلكو راويستلو لپاره په لويه توګه رېسكيو عمليات روان دي۔د طوفان له امله د څلور نيم لكه څخه زياتو كورونو برېښنا منقطع شوې۔14000 كورونو كښې مېشته خلكو ته د څښكلو پاكې اوبه ن ترلاسه كېږي۔په ټول هېواد كښې د مرستې كارونو كښې 27000 كارمندان بوښت دي۔چارواكو خوا او شاه سيمو 60 لكه څخه زيات كسانو ته د وتللو لپاره وارننګ جاري كړی