جاپان حكومت د سمندري طوفان له امله ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالۍ لپاره د 710 ملين ين خرڅ كولو اعلان وكړو

ټوكيو 16 اکتوبر (اے پی پی)د جاپان وزيراعظم شنزوايبے وئېلي دي حكومت به د سمندري هيګي بس طوفان له امله ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالۍ هلو ځلو لپاره 710 ملين ين(6.5 ملين ډالره) خرڅ كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ خپل بيان كښې كړې۔ده ووئيل د مرستې دا روپۍ به د بېړني حالات لپاره د 500 اربه ين ريزرو څخه وركولې شي۔د دې نه علاو به د 300 څخه زيات ميونسپل ادارو ته د سبسډيز رسنې عمل هم ډېر زر پیل كړی شي۔ده ووئيل حكومت د طوفان له امله ځپلي اولس سره ولاړ دے او تر څو چې هغوي خپل حالات پلو نه وي راغلې د حكومت د مرستې هلې ځلې به روانې وي۔د حكومت وياند يوشي هيدے سوګا خبريالانو ته ووئيل د سمندري طوفان له امله ځپليو سيمو كښې تراوسه 1 لك 10 زره كورونه د اوبو او 10 زره څخه زيات كورونه د برېښنا څخه محروم دي۔ده ووئيل په سيمه كښې د بې دركه كسانو لټون او د رېسكيو هلې ځلې اوس هم روانې دي۔ده ووئيل د سمندري طوفان له امله تر ټولو زيات 26كسه فوكوشيما ولايت كښې مړه شوي۔د يادونې وړ ده د خالي په ورځ د راغلي سمندري طوفان او دې سره د تېزې سيلۍ له امله 70 څخه زيات كسان مړه شوي او ځينو ودانو ته سخت زيان رسېدلې دے