اېشين ټين پن باؤلنګ چيمپئن شپ 20 نه تر 30 اكتوبر كوېت كښې كېږي-

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) قامي لوبډله به په اېشين ټين پن باؤلنګ چيمپئن شپ كښې ګډون كوي۔ د پاكستان ټين پن باؤلنګ فېډريشن عمومي سېكتر وئيلي دي چې اووه كسيزه قامي لوبدله به په چېمپئن شپ كښې ګدون كوي۔ چيمپئن شپ به د 20 نه تر 30 اكتوبر په كوېت كښې كېږي چې پكښې به د 16 اسيائي هېوادونو مېنز او وېمنز لوبغاړي ګډون كوي۔ د چيېمپئن شپ كوربتوب كوېت كوي او په نورو لوبډلو كښې پاكستان، هند ، نيوزي لېنډ، فلپائن، ماليزيا ، قطر، متحده عرب امارات، ايران، افغانستان، بحرېن، سعودي عرب، چين، هانګ كانګ، تھائي لينډ او مكاٶ شامل دي۔ قامي لوبډله به په چېمپئن شپ كښې ګدون لپاره د اكتوبر په 19مه نيټه كوېت ته ځي۔