افغانستان كښې پوليس سټېشن ته نزدې ځانمرګې بمي چاودنه كښې دوه پوليس اهلكار مړه او 20 ژوبل

كابل 16 اکتوبر (اے پی پی)ختيز افغانستان كښې پوليس سټېشن ته نزدې ځانمرګې بمي چاودنه كښې دوه پوليس اهلكار مړه او 20 ژوبل شوي دي ۔د افغان لغمان ولايت والي وياند اسد الله دولت زئي وئېلي دي د پوليس هېډكوارټر ودانۍ نه بهر شوې چاودنه كښې نزدې د مدرسې ودانۍ ته هم جزوي زيان رسېدلې۔ده ووئيل د شيشو ماتېدو له امله 20 زده كوونكي او 6 پوليس افسران هم ژوبل شوي۔د كورنيو چارو وزارت په چاودنه كښې د مړو او ژوبل شوو شمېرې تصديق كولو سره د دې بريد تور په طالبانو لګولې دے