کابل 09 اکتوبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي په لويديز افغانستان كښې د مئي په مياشت كښې په امريكائي بمبارۍ كښې لږ نه لږ 30 عام وګړي پحق رسېدلي دي ۔ د يادونې وړ ده د نشه اي توكو په ښكاره مركزونو د فضائي كاروائۍ نه پس امريكې د عامو وګړو د وژنې نه انكار كړې ٶ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مرستندويه مشن خپل بيان كښې وئيلي دي د دې خبرې تصديق شوې چې د مئي په 5مه نيټه په بمبارۍ كښې 14 ماشومان او د يو مېرمن پشمول 30 عام وګړي پحق رسېدلي او 5 ژوبل شوې وو