31م اېډ اېشيا 2019م نندارتون د دسمبر مياشت كښې په لاهور كښې كېږي

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) 31م اېډ اېشيا 2019م نندارتون به د دسمبر په مياشت كښې په لاهور كښې كېږي۔ د اېډ اېشيا آرګنائزنګ كمپنې چيئرمېن سرمد علي له مخې دا څلور ورځنې نړيوال نندارتون به د دسمبر په 2مه نېټه پېل كېږي او د دسمبر تر 5مه نېټه به روان وي۔ اېډ اېشيا نندراتون په آسيا كښې كېدونكې تر ټولو پخوانې نندارتون دے كوم چې د كال 1958م نه كېږي۔ دا نندارتون په پاكستان كښې 30 كاله پس په دوهم ځل كېږي كومه چې پاكستان لپاره د درنښت خبره ده