کرپا اسلام آباد كښې د بنيادي صحت سنټر جوړولو كار پېل شوې۔ ډاکټر ظفر مرزا

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د قامې صحت په اړه خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دې د اسلام آباد په كرپا سيمه كښې د بنيادي صحت سنټر جوړولو كار پېل شوې٬ د اسلام آباد د صحت ټول سنټرز اپ ګرېډ كولې شي۔ د قامي صحت لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې ډاکټر ظفر مرزا وئيلې دي دوه اوونۍ وړاندې ما د ياد شوې سنټر دوره كړې وه او د كار بيا پېل كولو مې امر كړې ٶ۔ ده ووئيل په دوو مياشتو كښې دننه به د بي اېچ يو شاه الله دته نه پس كړپا دوېم ماډل سټي وي۔ ده ووئيل دغلته عمله په ځائ ده او اولس ته د صحت آسانۍ وركوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د وژن له مخې يونيورسل هېلت كورېم باوري كوٶ او د صحت په څانګه كښې په اصلاحاتو كار روان دے چې خواږه به ئې ډېر زر اولس ته اورسيږي