ډاکټر عارف علوي او بېګم ثمينه علوي د شهيد کېپټن محمد الحسنين نواز كورنۍ سره وليدل

APP59-06 ISLAMABAD: September 06 - President Dr Arif Alvi offering prayer at the home of Shaheed Captain Muhammad ul Husnain Nawaz. APP

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي خپلې كورودانې بيګم ثمينه علوي سره د جمعې په ورځ د شهيد کېپټن محمد الحسنين نواز استوګنې ته تللې او د شهيد كورنۍ سره ئې ليدلي دي ۔ په دې موقع اولس مشر ووئيل ټول قام د شهيدانو او د دوي كورنيو ته سلام كوي٬ شهيدانو خپل ځانونه قربانولو سره د دښمن ناوړه عزائم خاورې كړې ۔ ده ووئيل ټول قام يو موټې دے او د پاكستان پوځ سره ولاړ دے۔ اولس مشر ووئيل په مورني هېواد ځان قربانول زمونږ د قام شېوه ده ۔ په دې موقع اولس مشر د شهيد لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه