ډاکټر ظفر مرزا په فېډرل جنرل روغتون كښې د ډېنګي وارډ پرانسته وكړه

APP01-13 ISLAMABAD: September 13 - Special Assistant to the Prime Minister on National Health Services, Regulations & Coordination, Dr. Zafar Mirza visiting dengue ward and inquired about health of patients at Federal General Hospital Chak Shahzad. APP

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د قامې صحت لپاره خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا په چك شهزاد كښې په فېډرل جنرل روغتون كښې د 25 كټونو د خاص ډېنګي وارډ پرانسته كړې ده ۔ په دې موقع ډاکټر ظفر مرزا په وارډ كښې د انتظاماتو جاج اخستو سره عملې ته امر وكړو چې د ډېنګي رنځورانو په درملنه كښې بې غوري اونه كړې شي٬ په پمز او پولي كلينګ روغتونونو كښې ډينګي وراډز د وړاندې نه فعاله دي۔ ده ووئيل ټولو روغتونونو ته امر شوې چې د ډېنګي په اړه ټول انتظامات په روغتون كښې بايد موجود وي او د ډېنګي هر رنځور ته غوره طبي آسانۍ وركړې