په هسپانيه كښې په سېلاب كښې 5 كسان مړه او 3500 بې كوره شوي دي

مېډرډ 14 ستمبر (اے پي پي) په هسپانيه كښې په سېلاب كښې 5 كسان مړه او 3500 بې كوره شوي دي۔ د اروپائي مېډيا له مخې د هسپانيه په اولينسيا٬ مارسيا او ختيځه انېډولسينيا سيمه كښې د سېلابي اوبو له امله بندونه مات شوي دي او اوبو يو شمېر سيمو ته ننوتلې۔ په دې سيمو كښې سخت بارانونه شوي دي۔ په سېلاب كښې 5 كسان مړه او 3500 بې كوره شوي دي۔