په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي مركه

نيويارك 09ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې ملګري ملتونه دې د مقبوضه كشمير د سنګين صورتحال مخ نيوي لپاره د بيان بازې په ځائ عملي اقدام وكړي٬ په قراداد دې عمل وكړې شي٬ دا صورتحال كوم لوي بحران پېدا كولې شي٬ مونږ هېڅ جنګ نه غواړو٬ پاكستان يو ذمه وار هېواد دے۔ د امريكې كنسورشيم نيوز ټي وي سره په يوه مركه كښې هغې د مقبوضه كشمير په سنګين صورتحال خبرې وكړې چرته چې خلق د يوې مياشتې نه د هندي پوځ د ظالمانه محاصرې له امله ستونزو سره مخ دي۔ مليحه لودهي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته ووئيل چې هغه دې سوئيلي اسيا د لوي بحران نه بچ كولو لپاره اقدامات وكړي۔ هغې ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې چې څه وشول هغه په يقيني توګه هيو فلېش پوائنټ دے۔ پاكستانې سفيرې ووئيل چې د الفاظو نه بلكې د عملي كار ضرورت دے۔ هغې ووئيل چې د پاكستان او هند تاؤ تريخوالي د وړاندې نه لوړې كچې ته رسېدلې او دا صورتحال كوم لوي بحران پېدا كولې شي۔ هغې ووئيل چې هند پاكستان سره د مذاكراتو نه انكار كوي٬ د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر لخوا ئې د ثالثې وړاندېز رد كړے او د بشري حقونو احترام نه كوي۔ د پاكستان او هند ترمېنځه د اټومي جنګ د امكان د پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې پاكستان كوم جنګ نه غواړي٬ پاكستان يو ذمه وار هېوا دے ځكه مونږ نړۍ ته وايو چې د كوم لوي بحران نه وړاندې راشي۔ د مقبوضه كشمير په اړه د پاك پوځ د بيان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د دې بيان مقصد د مقبوضه كشمير خلقو ته دا پېغام وركول دي چې دوي يوازې نه دي٬ مونږ په هر حال كښې دوي سره يو او د دوي تحفظ به كوو٬ مونږ دوي لپاره د نړۍ په هر فورم په سياسي او سفارتي كچه آواز پورته كوو۔