په مقبوضه كشمير كښې پرله پسې په 28 ورځ هم كرفيو وه٬ د مواصلاتو ټولې ذريعې قطع دي

سرينګر 01ستمبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې پرله پسې په 28 ورځ هم كرفيو وه٬ د مواصلاتو ټولې ذريعې قطع دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د كشمير وادي د اګست د 5مې نېټې نه په محاصره كښې ده٬ د انټرنېټ٬ موبائل٬ لېنډ لائن او د ټي وي خپرونو پشمول د مواصلاتو د ټولو ذريعو قطع كولو له امله نورې نړۍ سره د سيمې رابطه قطع ده او د ځائي ورځپاڼو خپرېدل هم معطل دي۔ په سيمه كښې ټول دكانونه٬ كاروباري ادارې او سكولونه بند دي٬ د سختو بندېزونو او كرفيو له امله د ماشومانو خوراك او ژوند بچ كوونكي داروګان نشته۔ دغسې وئيلي شوي دي چې 4500 كسان د تور قانون پبلك سېفټي اېكټ له مخې نيول شوي دي او د 5م اګست نه پس د حريت مشرانو پشمول د 10 زرو نه زيات كشميريان نيول شوي دي۔ د تېرو دريو اونيو نه په مقبوضه سيمه كښې د 300 نه زياتې احتجاجي مظاهرې شوې دي۔ تر ټولې زياتې مظاهرې په سرينګر كښې 160 شوې دي۔﴿