په مراكش كښې په ټرافيكي پېښه كښې 14 كسان مړه او 29 ژوبل شوي دي

رباط 09ستمبر (اے پي پي) په مراكش كښې په ټرافيكي پېښه كښې 14 كسان مړه او 29 ژوبل شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې دا پېښه د دې هېواد په ختيځ ارا شيديا ولايت كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د مسافرو يو بس په يو پل اپوټه شو او په كښې 14 كسان مړه او 29 ژوبل شول۔ وئيلې كېږي چې دا پېښه د سېلاب له امله رامېنځ ته شوې۔ ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي چې پكښې د ځينې حالت اندېښمن ښودل شوے۔