په متحده عرب اماراتو كښې د پوځي ګاډو ټكر كېدو په پېښه كښې 6 عسكر په حق رسېدلي دي

ابوظهبي 14 ستمبر (اے پي پي) په متحده عرب اماراتو كښې د پوځي ګاډو ټكر كېدو په پېښه كښې 6 عسكر په حق رسېدلي دي۔ د متحده عرب اماراتو خبري اژانس ډبليو اے اېم له مخې د وسله والو ځواكونو جنرل كمانډ وئيلي دي چې د پوځي ګاډو ټكر كېدو په پېښه كښې 6 افسران او سپاهيان په حق رسېدلي دي چې پكښې د يو پېژندګلي د كېپټن سعيد احمد راشد په توګه شوے۔ د متحده عرب اماراتو د وسله والو ځواكونو جنرل كمانډ په دې پېښه د افسوس څرګندونه كړې او غم جنو كورنيو سره ئې غمرازي كړې۔