په لېبيا كښې په ډرون بريد كښې 3 عسكر وژل شوي دي

طرابلس 14 ستمبر (اے پي پي) د لېبيا په ترهنا ښار كښې په پوځي كېمپ ترهګرو ډرون بريد كړے او په نتيجه كښې ئې 3 عسكر وژل شوي دي۔ د عرب مېډيا له مخې د لېبيا د پوځ لخوا په جاري شوي بيان كښې فېلډ مارشل خليفه حفتار وئيلي دي چې په دې بريد كښې يو كرنل٬ يو كېپټن او يو عسكر وژل شوي دي او مونږ د دوي په مرګ ډېر غم جن يو۔ د يادونې وړ ده چې په لېبيا كښې د اوږدې مودې نه وسله والې ډلې د يو بل په ضد بوخت دي۔