په لوېديځه پوله د ترهګرو د ډزو په دوه پېښو كښې 4 پوځي ځوانان شهيدان او يو ژوبل شوے۔ آئي اېس پي آر

پېنډې 14 ستمبر (اے پي پي) په لوېديځه پوله د ترهګرو د ډزو په دوه پېښو كښې 4 پوځي ځوانان شهيدان او يو ژوبل شوے۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې په شمالي وزيرستان كښې د اب خېل په سپين وام سيمه كښې شرخوښو د شپې په وخت د امنيتي ځواكونو د معمول په ګزمه ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې سپاهي د ګلګت بلتستان اوسېدونكې 23 كلن اختر حسېن شهيد شو۔ د پاك پوځ په ځوابي كارروائې كښې دوه شرخوښي وژل شوي دي۔ په دير كښې په پاك افغان پوله د ترهګرو د ډزو په يوه بله پېښه كښې ترهګرو د پولې له بلې خوا ډزې وكړې او په تار لګولو كښې بوخت د پاك پوځ ډلې ئې په نښه كړې۔ په ډزو كښې درې سپاهيان شهيدان او يو ژوبل شوے۔ په شهيد شويو كښې 28 كلن لانس نائيك سيد امين آفريدي٬ 31 كلن لانس نائيك محمد شعېب سواتي او 22 كلن سپاهي كاشف علي شامل دي۔