په غزه كښې په لاريونونو د اسرائيلي ځواكونو په ډزو كښې 55 فلسطينيان ژوبل شوي دي

غزه 15 ستمبر (اے پي پي) په غزه كښې په لاريونونو د اسرائيلي ځواكونو په ډزو كښې 55 فلسطينيان ژوبل شوي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې د جمعې په ورځ د فلسطين د غزه په پوله په مظاهره كوونكو اسرائيلي ځواكونو ډزې كړې دي او په نتيجه كښې ئې 55 كسان ژوبل شوي دي۔ د اطلاعاتو له مخې په ډزو كښې 29 فلسطينيان نېغ په نېغه په ګولو لګېدلي دي او نور د اوښكې بهيونكي ګاز كارولو سره ژوبل شوي دي۔ فلسلطينيانو د حق ستنولو تحريك پېل كړې او دا ئې 74مه جمعه وه۔ دا تحريك د كال 2018م د مارچ د 30مې نېټې نه پېل شوے دے او پكښې تر اوسه د درې سويو نه زيات فلسطينيان شهيدان او د 31 زرو نه زيات ژوبل شوي دي۔