په صوماليه كښې په موټري بمي چاودنه كښې د ډپټي ګورنر پشمول 5 كسان وژل شوي دي

موغاديشو 15 ستمبر (اے پي پي) په صوماليه كښې په موټري بمي چاودنه كښې د ډپټي ګورنر پشمول 5 كسان وژل شوي دي۔ په پېښه كښې يو شمېر كسان ژوبل شوي هم دي۔ د ځائي پوليسو له مخې دا پېښه د موغاديشو نه 40 كلوميره لرې په العد سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ د هريشابلې ولايت والي محمد عابدي وارې د بريد او پكښې د دوهم والي د وژل كېدو تصديق كړے۔