په بنګله دېش كښې په 7 مياشتو كښې د تندر لوېدو په پېښو كښې 246 كسان مړه شوي دي

ډهاكه 09ستمبر (اے پي پي) په بنګله دېش كښې په 7 مياشتو كښې د تندر لوېدو په پېښو كښې 246 كسان مړه شوي دي۔ د بنګله دېشي مېډيا له مخې په يو تحقيقي راپور كښې وئيليِ شوي دي چې د فرورې نه د اګست تر مياشت په دې هېواد كښې د تندر لوېدو په پېښو كښې د 6 ماشومانو پشمول 246 كسان مړه او 97 ژوبل شوي دي۔ زياتې پېښې د وريژو په پټو كښې هغه مهال رامېنځ ته شوې دي كله چې خلق په كار بوخت وو۔ زيات زيان په ستخيره سيمو كښې شوې۔