په بركينا فاسو كښې د ترهګرو په دوه بريدونو كښې 29 كسان مړه شوي دي

اواګادوګو 09ستمبر (اے پي پي) د بركينا فاسو په شمالي سيمه كښې ترهګرې په دوه جلا جلا پېښو كښې 29 وګړي وژل شوي دي۔ د ځائي مېډيا له مخې ترهګرو دا بريدونه د اتوار په شپه كړي دي۔ په وړومبې پېښه كښې ترهګرو موټري بمي چاودنه كړې او په دوهمه پېښه كښې ترهګرو په موئرسائيكل سورو كسانو ډزې كړې دې۔ د پوليسو له مخې په دې دواړو پېښو كښې 29 كسان مړه شوي دي۔ پوليسو د پېښو پلټنې پېل كړې دي۔