په امريكا كښې د ډزو په بېلا بېلو پېښو كښې 22 كسان مړه شوي دي

واشنګټن 09ستمبر (اے پي پي) په امريكا كښې د ډزو په بېلا بېلو پېښو كښې 22 كسان مړه شوي دي۔ د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې په امريكا كښې د تشدد د پېښو اندراج كوونكي مركز وئيلي دي چې په دې هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډزو په رامېنځ ته شويو پېښو كښې 22 كسان مړه او 41 ژوبل شوي دي۔ د ډزو دا پېښې په الي نوائے٬ مېني سوټا او ټېنسي ايالتونو كښې رامېنځ ته شوې دي۔ په امريكا كښې هر كال د زرګونو په شمېر خلق د ډزو په پېښو كښې خپل ژوند د لاسه وركوي۔