په امريكا كښې د قومي بېړني حالت موده پراخه كړې شوه

واشنګټن 14 ستمبر (اے پي پي) امريكائي اولس مشر د نائن الېون بريدونو نه پس نافذ كړې شوي د قومي بېړني حالت په موده كښې پراختيا كړۍ۔ د امريكائي مېډيا له مخې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د كانګرېس په نوم يو پېغام كښې د ترهګرې بريدونو په اړه د قومي بېړني حالت موده پراخه كړې۔ ټرمپ په دې پېغام كښې وئيلي دي چې بايد د ستمبر په 14مه نېټه كال 2001م كښې په ځاي كړے شوے قومي بېړنې حالت په ځائ وساتل شي۔ په امريكا كښې بېړنې حالت د نائن الېون بريدونو نه درې ورځې پس په ځائ كړے شوے و۔