په افغانستان كښې د رېډكراس چارې بحال شوې

كابل 15ستمبر (اے پي پي) مرستندويه ډلې رېډكراس ﴿سره صلېب﴾ په افغانستان كښې خپلې چارې بحال كړې۔ په افغانستان كښې د دې مرستندويه ډلې وياندې رويا موسوي هم د دې خبرې تصديق كړے۔ د طالبانو لخوا په دې ډله بندېز ختم كړې شوې او د دې نه پس دې ډلې خپلې چارې بحال كړې دي۔ طالبانو د اتوار په ورځ د دې پرېكړې اعلان كړے و او وئيلي ئې و چې د سره صلېب عملې ته به تحفظ وركولې شي۔ دې ادارې په اپرېل كال 2018م كښې په افغانستان كښې خپل فعاليتونه بند كړي وو۔