په افغانستان كښې د اګست په مياشت كښې د تشدد په پېښو كښې 2307 كسان وژلې شوي ۔ د برتانوي ادارې راپور

لندن 17 ستمبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د تاؤ تريخوالي پېښې تر اندېښمن حده ډېرې شوي ٬ سږ كال د اګست په مياشت كښې د تشدد په پېښو كښې 2307 كسان وژلې شوي او 1948 ژوبل شوي ٬ د اګست په مياشت كښې د تشدد په پېښو او بريدونو كښې هره ورځ اوسطاََ 74 كسان وژلې شوي دي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې لخوا د نهې په ورځ جاري شوي راپور له مخې د اګست په مياشت كښې په 611 پېښو كښې 2307 كسان وژلې شوي۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كميسون مشرې فيونا فريزر وئيلي دي د جګړې د وګړو په ژوند سخت آغېز شوے دے۔