په اترپرېش كښې د لوي ذات انجلۍ سره په مينه كولو 20 كلنه هلك ژوندې وسوځولې شو

اترپردېش 17 ستمبر (اے پي پي) د هند په اترپرېش ايالت كښې په هردوئي ولسوالې كښې د لوي ذات جينې سره په مينه كولو 20 كلن دلت هلك ژوندې سوځولې شوې۔ د هند خبر رسنې ادارې له مخې د پوليس سپرټېنډنټ الوك پريا درشي ووئيل د وژلې شوي هلك تره راجو دا پېښه پخوانې دښمني ګرځولې۔ ده ووئيل ابهيشك د تېرو 6 كلونو نه د لوي زات كورنۍ جينې سره مينه كوله٬ ابهيشك جينې سره ملاقات لپاره تللې و خو كورنۍ ته ئې پته ولګېده٬ هغه ئې په لار كښې ژوندې وسوځولو۔ پوليس د پېښې په تور كښې د يوې مېرمنې پشمول 3 كسان نيولي دي