پاکستان هندي وزيراعظم ته د خپلو فضائي حدونو كارولو څخه انكار وكړو

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پی پی) پاکستان هندي وزيراعظم نرېندر مودي ته المان ته د تګ راتګ په مهال د خپلو فضائي حدونو د كارولو اجازې وركولو نه انكار كړے ۔ د شورو په ورځ خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي مهم وېډيو پېغام كښې وئيلي دي هند څخه درخواست راغلې ٶ چې د هند وزيراعظم نریندرا مودی په شلم تاريخ المان ته تګ او په 28مه نيټه بېرته راتګ لپاره د پاكستان د فضائي حدود كارولو اجازه غوښتې ده ٬ پاكستان د مقبوضه جمو و کشمیر صورتحال او د هند د رويې له مخئ هند ته د اجازې نه وركولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل مونږ د هند هائي كمشنر د پرېكړې نه خبر كړې ۔د دې نه وړاندې پاکستان په 8م ستمبر د هند اولس مشر رام ناتھ کوند ته هم ائس لېنډ ته د تګ او راتګ په مهال د پاكستان د فضائي حدونو د كارولو لپاره د اجازې وركولو نه انكار كړے ٶ