وزیر اعظم عمران خان په پاك افغان پوله طورخم د كراسنګ ټرمينل پرانسته وكړه

پېښور ۔18ستمبر(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان په پاك افغان پوله طورخم د 24 ساعته پرانستې ساتونكې كراسنګ ټرمينل په باقاعده توګه پرانسته كړې ده چې ورسره به د پاكستان او افغانستان ترمينځھ تجارت لا قوي شي۔ وزیراعظم عمران خان د شورؤ په ورځ په طورخم پوله د 16 اربه روپو په لګښت د بشپړ كړې شوي انټېګرېټډ ټرانزټ ټرېډ منېجمنټ په باضابطه توګه پرانسته كولو له فيته پرې كړه۔ دې سره به د امېګرېشن آسانۍ ترلاسه او تجارتي هلو ځلو كښې زياتوالې راشي ۔ وزیراعظم عمران خان ته په هېلی پېډ د خېبر پختونخوا ګورنر شاہ فرمان ، اعلی وزير محمود خان او د خېبر پختونخوا حکومت نورو اعلی عهدېدارو هركلې اووې۔ د پاک افغان بارډر طورخم کراسنګ ټرمینل پرانستې دستورې په مهال وزيراعظم ته د انټېګریټډ ټرانزټ ټرېډ منېجمنټ سسټم په اړه خصوصي بريفنګ وركړې شو۔ طورخم بارډر ټرمینل سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ صنعتونو ٬ د كوچنۍ او منځومانې كچې كاروبار ٬ سرمايه كارۍ او تجارت ته وده ترلاسه شي۔ دغسې دې سره به په لويه كچه افغانانو رنځورانو ته هم ګټه ورسي۔ دوي به آسانۍ سره درملنو له د پاكستان كوم هم روغتون ته راتللې شي۔ دغسې فېډرل بورډ آف ریونیو (اېف بی آر)او پاکستان کسټمز په طورخم بارډر ټرمینل د موجودو كسانو ، تجارانو او د سامان سفری دستاویزات فوری کلیئرنس لپاره په ټرمينل خپله عمله زياته كړې ده