وزيراعظم عمران خان سره د چين سفير ياٶ جنګ وليدل

APP52-17 ISLAMABAD: September 17 - Chinese Ambassador to Pakistan H.E. Yao Jing called on Prime Minister Imran Khan at PM office. APP

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان چين سره په مرسته اډانه سدا بهاره تزويراتي همكارۍ ته لا وده وركولو لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره په دې خبره زور رواړې چې پاكستان پاك چين اقتصادي راهدارۍ ته پاملرنه كوي۔ ده دا خبرې د پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ سره وكړې چا چې د نهې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د چين سفير وزيراعظم ته په راتلونكې كالېزه د شي جن پنګ لخوا د نېكو هيلو پېغام هم ورسولو۔ د چين اولس مشر خپل پېغام كښې پاکستان او د چين ترمېنځه روايتي دوستي د غره غوندې لوړه ګرځولو سره په سباون كښې د پاك چين نزدې ورورولي مستحكمولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔ وزيراعظم د چين اولس مشر مننه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان د سي پېك له مخې د روانو منصوبو بشپړولو لپاره د پاكستان عزم بيا تازه كړو كوم چې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره هم مرستياله دے۔ (ګ ل